دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 276385
ترکمنستان ته د ټیټ کیفیت د نفتي توکو څه باندې ۸۰ ټانکرونه راستانه شوي دي
د اسلامي امارت د ملي سټنډرډ ادارې اعلان کړی چې په تیرو څلورو میاشتو کې یې د ټیټ کیفیت د تیلو او ګازو شاوخوا ۸۰ ټانکرونه ترکمنستان ته استولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې په پلیټ فارم ایکس کې یوه خبرتیا خپره کړې او ویلي یې دي چې د نفتو او ګازو دغه ټانکرونه د حيرتان بندر له لارې راستانه شوي دي.
 
د اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې ویلي دي چې د هیواد په بندرونو کې یې د بې کیفیته کیهالونو د داخلیدو د مخنیوي په خاطر څارنه زیاته کړې ده.
 
دغې ادارې له دې مخکې ایران ته د ټیټ کیفیت د تیلو د ټانکرونو د استولو اعلان کړی و.
 
څو ورځې وړاندې، د ملي سټنډرډ ادارې اعلان وکړ چې د ټیټ کیفیت نفتي محصولاتو ۸۰ څخه ډیر ټانکرونه ازبکستان ته راستانه شوي.
 
https://avapress.com/vdcg739xnak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته