کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی د افغانستان د تحولاتو د څیړنې لپاره تهران ته تللی دی

20 سنبله 1402 ساعت 14:01

د افغانستان په چارو کښې د پاکستان خاص استازی آصف علی خان درانی د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دوه اړخیزو او سیمه ایزو سلامشورو په تېره بیا د افغانستان د حالاتو د کتنې په مقصد تهران ته سفر وکړ.


آوا - کابل: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو وروسته ایران ته د آصف علي خان دراني لومړی رسمي سفر دی.
 
نوموړی به په دغه سفر کې له خپل ایرانی سیال او د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وګوري.
 
آصف علي خان په دې وروستیو کې د پاکستان د لومړي وزیر له خوا د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
 
نوموړی په خپل لومړي رسمي سفر افغانستان ته راغی او په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل.
 


د مطلب کود: 276467

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276467/د-افغانستان-په-چارو-کې-پاکستان-ځانګړی-استازی-تحولاتو-څیړنې-لپاره-تهران-ته-تللی-دی

آوا
  https://www.avapress.com