دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 276467
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی د افغانستان د تحولاتو د څیړنې لپاره تهران ته تللی دی
د افغانستان په چارو کښې د پاکستان خاص استازی آصف علی خان درانی د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دوه اړخیزو او سیمه ایزو سلامشورو په تېره بیا د افغانستان د حالاتو د کتنې په مقصد تهران ته سفر وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو وروسته ایران ته د آصف علي خان دراني لومړی رسمي سفر دی.
 
نوموړی به په دغه سفر کې له خپل ایرانی سیال او د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وګوري.
 
آصف علي خان په دې وروستیو کې د پاکستان د لومړي وزیر له خوا د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
 
نوموړی په خپل لومړي رسمي سفر افغانستان ته راغی او په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل.
 
https://avapress.com/vdch--niq23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته