کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدن د ښکلا افغان لوبغاړي علي بلال د سرو زرو مډال وګاټه

20 سنبله 1402 ساعت 15:04

د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون اعلان وکړ چې د بدن د ښکلا ورزشکار علي بلال په ایټالیا کې د «فیلکس پرو» په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.


آوا: دغه ټورنمنټ د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۱۰ نیټه د ایټالیا په میلان ښار کې ترسره شو.
 
د بدن د ښکلا او فټنس فدراسیون ویلي دي چې علي بلال وتوانید چې د فزیکي سپورت په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګټي او د سږ کال د ښاغلي المپیا لپاره کوالیفائی کړي.
 
د بدن د ښکلا او فټنس فدراسیون زیاته کړه چې دا سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د ښاغلي المپیا ته د رسیدو لپاره لومړنۍ سیالي وه.
 


د مطلب کود: 276472

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276472/د-بدن-ښکلا-افغان-لوبغاړي-علي-بلال-سرو-زرو-مډال-وګاټه

آوا
  https://www.avapress.com