دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 276472
د بدن د ښکلا افغان لوبغاړي علي بلال د سرو زرو مډال وګاټه
د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون اعلان وکړ چې د بدن د ښکلا ورزشکار علي بلال په ایټالیا کې د «فیلکس پرو» په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.
افغان غږ خبری آژانس: دغه ټورنمنټ د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۱۰ نیټه د ایټالیا په میلان ښار کې ترسره شو.
 
د بدن د ښکلا او فټنس فدراسیون ویلي دي چې علي بلال وتوانید چې د فزیکي سپورت په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګټي او د سږ کال د ښاغلي المپیا لپاره کوالیفائی کړي.
 
د بدن د ښکلا او فټنس فدراسیون زیاته کړه چې دا سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د ښاغلي المپیا ته د رسیدو لپاره لومړنۍ سیالي وه.
 
https://avapress.com/vdcd590xxyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته