کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو او پټرولیم وزارت د بدخشان د چهلکان شهر د سرو زرو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کړه

21 سنبله 1402 ساعت 8:54

د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بدخشان د چهلکان شهر د سرو زرو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شوې ده.


آوا - کابل: د باختر آژانس د خبرله مخې: د کانونو او پټرولیم وزارت د لویو کانونو د تنظیم ریاست له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی دی: د دغه خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه ټول علاقمند شرکتونه کولی شي د یادې پروژې اسناد د لویو کانونو د چارو د تنظیم د ارزونې او داوطلبۍ له ریاست څخه ترلاسه کړي او یا له دې لینک (/http:/Ismmd.momp.gov.af) څخه ترلاسه کړي او د ۱۴۰۲ د سنبلي تر ۲۸ نیټې پورې د لویو کانونو د چارو تنظیم کولو ریاست ته وسپاري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د هېواد يو شمېر لوى کانونه د بهرنيو او کورنيو شرکتونو په واسطه قرارداد شول.
 


د مطلب کود: 276488

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276488/د-کانونو-او-پټرولیم-وزارت-بدخشان-چهلکان-شهر-سرو-زرو-پروژه-داوطلبۍ-ته-وړاندې-کړه

آوا
  https://www.avapress.com