دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 276488
د کانونو او پټرولیم وزارت د بدخشان د چهلکان شهر د سرو زرو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کړه
د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بدخشان د چهلکان شهر د سرو زرو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د باختر آژانس د خبرله مخې: د کانونو او پټرولیم وزارت د لویو کانونو د تنظیم ریاست له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی دی: د دغه خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه ټول علاقمند شرکتونه کولی شي د یادې پروژې اسناد د لویو کانونو د چارو د تنظیم د ارزونې او داوطلبۍ له ریاست څخه ترلاسه کړي او یا له دې لینک (/http:/Ismmd.momp.gov.af) څخه ترلاسه کړي او د ۱۴۰۲ د سنبلي تر ۲۸ نیټې پورې د لویو کانونو د چارو تنظیم کولو ریاست ته وسپاري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د هېواد يو شمېر لوى کانونه د بهرنيو او کورنيو شرکتونو په واسطه قرارداد شول.
 
https://avapress.com/vdcaainua49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته