کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فاریاب د قیصار د انګورو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی

21 سنبله 1402 ساعت 9:32

د فاریاب د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د سړې هوا له امله د دغه ولایت د قیصار د انګورو حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي دي.


آوا - مزارشریف: د فاریاب د کرنې ریاست د کرنې د ترویج رییس نورالهدا متوکل آوا ته وویل: د تیر کال په ژمي کې سړې هوا د قیصار د انګورو حاصلات ۵۰ سلنه کم کړي دي. "
 
هغه زياته کړه، چې په قيصار کې د اوبو کمښت هم د انګورو د حاصلاتو د کمښت لامل شوى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په فاریاب کې ۱۵۵۴۵ هکتاره د انګورو باغونه وو، چې له ۷۰ زره ټنو ډېر انګور ترلاسه شوي وو.
 
د فاریاب انګور په ځانګړي ډول د قیصار شیرین ولسوالۍ انګور ځانګړی شهرت لري او د هېواد په شمالي بازارونو او همدارنګه په کابل کې د نورو ولایتونو د انګورو په پرتله په لوړه بیه پلورل کېږي.
 


د مطلب کود: 276500

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276500/د-فاریاب-قیصار-انګورو-په-حاصلاتو-کې-۵۰-سلنه-کموالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com