دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 276500
د فاریاب د قیصار د انګورو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی
د فاریاب د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د سړې هوا له امله د دغه ولایت د قیصار د انګورو حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د فاریاب د کرنې ریاست د کرنې د ترویج رییس نورالهدا متوکل افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د تیر کال په ژمي کې سړې هوا د قیصار د انګورو حاصلات ۵۰ سلنه کم کړي دي. "
 
هغه زياته کړه، چې په قيصار کې د اوبو کمښت هم د انګورو د حاصلاتو د کمښت لامل شوى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په فاریاب کې ۱۵۵۴۵ هکتاره د انګورو باغونه وو، چې له ۷۰ زره ټنو ډېر انګور ترلاسه شوي وو.
 
د فاریاب انګور په ځانګړي ډول د قیصار شیرین ولسوالۍ انګور ځانګړی شهرت لري او د هېواد په شمالي بازارونو او همدارنګه په کابل کې د نورو ولایتونو د انګورو په پرتله په لوړه بیه پلورل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcfxvd0xw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته