کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

څلور تنه انسان تښتوونکي په کابل کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول

21 سنبله 1402 ساعت 13:43

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، څلور تنه انسان تښتوونکي تېره شپه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو قطعاتو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (سه شنبه، ۲۱) په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې څلور تنه انسان تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، تېره شپه د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو قطعاتو منسوبینو د یو تن مجاهد چې څه موده وړاندې له کابل څخه تښتول شوی و، د خلاصون په موخه عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې د کارته نو په سیمه کې وسله واله نښته رامنځته شوه.
 
هغه زياته کړه، چې په دې جګړه کې تښتول شوى مجاهد هم د تښتوونکو له خوا وژل شوى دى.
 


د مطلب کود: 276511

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276511/څلور-تنه-انسان-تښتوونکي-په-کابل-کې-له-امنيتي-ځواکونو-سره-نښته-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com