دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 276511
څلور تنه انسان تښتوونکي په کابل کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، څلور تنه انسان تښتوونکي تېره شپه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو قطعاتو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (سه شنبه، ۲۱) په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې څلور تنه انسان تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، تېره شپه د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو قطعاتو منسوبینو د یو تن مجاهد چې څه موده وړاندې له کابل څخه تښتول شوی و، د خلاصون په موخه عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې د کارته نو په سیمه کې وسله واله نښته رامنځته شوه.
 
هغه زياته کړه، چې په دې جګړه کې تښتول شوى مجاهد هم د تښتوونکو له خوا وژل شوى دى.
 
https://avapress.com/vdchz-niz23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته