کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي افغانان تر ټولو زیات زیان منونکي خلک دي

22 سنبله 1402 ساعت 11:18

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي افغانان په افغانستان کې یو له خورا زیان منونکو ډلو څخه دي.


آوا - کابل: د دغې موسسې افغانستان څانګې د ایکس شبکې په حواله لیکلي چې یوازې د روان کال په اګسټ میاشت کې د دوی ټیمونو ۵۰۷۴۷ راستنیدونکو ته نغدي، خوراکي او د اړتیا وړ کورني توکي برابر کړي دي.
 
د مهاجرت نړیوال سازمان په وینا دغه افغانان له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.
 
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم تیره اونۍ له ایران او پاکستان څخه د څه باندې دوه زره افغانانو د راستنیدو خبر ورکړ.
 


د مطلب کود: 276572

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276572/له-ایران-او-پاکستان-څخه-راستانه-شوي-افغانان-تر-ټولو-زیات-زیان-منونکي-خلک-دي

آوا
  https://www.avapress.com