دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 276572
له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي افغانان تر ټولو زیات زیان منونکي خلک دي
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي افغانان په افغانستان کې یو له خورا زیان منونکو ډلو څخه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغې موسسې افغانستان څانګې د ایکس شبکې په حواله لیکلي چې یوازې د روان کال په اګسټ میاشت کې د دوی ټیمونو ۵۰۷۴۷ راستنیدونکو ته نغدي، خوراکي او د اړتیا وړ کورني توکي برابر کړي دي.
 
د مهاجرت نړیوال سازمان په وینا دغه افغانان له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.
 
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم تیره اونۍ له ایران او پاکستان څخه د څه باندې دوه زره افغانانو د راستنیدو خبر ورکړ.
 
https://avapress.com/vdcefp8wwjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته