کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اتیا لرغوني اثار ملي موزیم ته وسپارل شول

23 سنبله 1402 ساعت 11:49

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې رياست چارواکي وايي، چې د کابل ښار په څنډه کې يې ٨٠ لرغوني اثار ملي موزيم ته سپارلي دي.


آوا - کابل؛ په تسلیم شویو لرغونو اثارو کې د خټو لوښي او جیګونه، د تېلو د سوځولو د خټو څراغونه، جوشونه، آرائشی ډبرې او د کوشانیانو او ساسانیانو د دورې د مسو مشکونه شامل وو.
 
دغه لرغوني اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رياست له خوا د لوګر د عينک او د کابل د شيوک له مسو څخه کشف شوي دي.
 
دغه اثار د کمیټې له خوا تر پاکولو، ساتنې او ثبتولو وروسته ملي موزیم ته وسپارل شول.


د مطلب کود: 276607

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276607/اتیا-لرغوني-اثار-ملي-موزیم-ته-وسپارل-شول

آوا
  https://www.avapress.com