دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 276607
اتیا لرغوني اثار ملي موزیم ته وسپارل شول
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې رياست چارواکي وايي، چې د کابل ښار په څنډه کې يې ٨٠ لرغوني اثار ملي موزيم ته سپارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل؛ په تسلیم شویو لرغونو اثارو کې د خټو لوښي او جیګونه، د تېلو د سوځولو د خټو څراغونه، جوشونه، آرائشی ډبرې او د کوشانیانو او ساسانیانو د دورې د مسو مشکونه شامل وو.
 
دغه لرغوني اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رياست له خوا د لوګر د عينک او د کابل د شيوک له مسو څخه کشف شوي دي.
 
دغه اثار د کمیټې له خوا تر پاکولو، ساتنې او ثبتولو وروسته ملي موزیم ته وسپارل شول.
https://avapress.com/vdcdz90x5yt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته