کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام:

په نړۍ کې اوه سوه ملیونه خلک د خواړو چمتو کولو لپاره مرستې ته اړتیا لري

25 سنبله 1402 ساعت 8:16

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې تر ۷۰۰ میلیونو ډېر وګړي د خپل راتلونکي خواړه نه شي موندلی او بشري مرستو ته اړتیا لري.


آوا: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د پنجشنبې په ورځ «سنبله ۲۳» وویل چې په داسې حال کې چې د بشري مرستو بودیجه په ختمیدو ده، په نړۍ کې د خوراکي توکو تقاضا مخ په زیاتیدو ده.
 
د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوي مشرې سنډي مکین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د بودیجې د نشتوالي له امله دغه سازمان اړ شوی چې په میلیونونو خلکو ته د خوراکي توکو مرستې کمې کړي.
 
د دغه سازمان د شمېرو له مخې یوازې په افغانستان کې ديارلس ميليونه وګړي بشري مرستو ته سخته اړتيا لري. له همدې امله، WFP ویلي چې دا د اړو خلکو سره د مرستې لپاره په بیړني ډول یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.
 
دغه سازمان ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله دا مهال یوازې د دې توان لري چې په افغانستان کې درې میلیونه اړمنو کسانو ته مرستې وویشي.
 
په همدې حال کې د ناروې د مهاجرت شورا وايي چې د افغانستان خلک اوس تر بل هر وخت د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
 
د ناروې د مهاجرت شورا مشر یان ایګلنډ د چهارشنبې په ورځ «سمبله ۲۲» په X چینل کې په یوه پیغام کې لیکلي چې یوازې بېړنۍ مرستې د افغانستان ستونزه نه شي هوارولی او دا مرستې باید د هېواد په پرمختیايي برخه کې هم ورکړل شي.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي په بېلابېلو برخو کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په روان کال کې له افغانستان سره د مرستو لپاره ۳.۲۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا وه، خو تر اګست میاشتې پورې یوازې یو میلیارد ډالر ورکړل شوي او له دې ډلې ۲.۴۳ میلیارده ډالره بودجه ورکړل شوې ده.


د مطلب کود: 276660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276660/په-نړۍ-کې-اوه-سوه-ملیونه-خلک-د-خواړو-چمتو-کولو-لپاره-مرستې-ته-اړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com