دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۱۶
د مطلب کود : 276660
په نړۍ کې اوه سوه ملیونه خلک د خواړو چمتو کولو لپاره مرستې ته اړتیا لري
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې تر ۷۰۰ میلیونو ډېر وګړي د خپل راتلونکي خواړه نه شي موندلی او بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د پنجشنبې په ورځ «سنبله ۲۳» وویل چې په داسې حال کې چې د بشري مرستو بودیجه په ختمیدو ده، په نړۍ کې د خوراکي توکو تقاضا مخ په زیاتیدو ده.
 
د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوي مشرې سنډي مکین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د بودیجې د نشتوالي له امله دغه سازمان اړ شوی چې په میلیونونو خلکو ته د خوراکي توکو مرستې کمې کړي.
 
د دغه سازمان د شمېرو له مخې یوازې په افغانستان کې ديارلس ميليونه وګړي بشري مرستو ته سخته اړتيا لري. له همدې امله، WFP ویلي چې دا د اړو خلکو سره د مرستې لپاره په بیړني ډول یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.
 
دغه سازمان ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله دا مهال یوازې د دې توان لري چې په افغانستان کې درې میلیونه اړمنو کسانو ته مرستې وویشي.
 
په همدې حال کې د ناروې د مهاجرت شورا وايي چې د افغانستان خلک اوس تر بل هر وخت د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
 
د ناروې د مهاجرت شورا مشر یان ایګلنډ د چهارشنبې په ورځ «سمبله ۲۲» په X چینل کې په یوه پیغام کې لیکلي چې یوازې بېړنۍ مرستې د افغانستان ستونزه نه شي هوارولی او دا مرستې باید د هېواد په پرمختیايي برخه کې هم ورکړل شي.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي په بېلابېلو برخو کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په روان کال کې له افغانستان سره د مرستو لپاره ۳.۲۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا وه، خو تر اګست میاشتې پورې یوازې یو میلیارد ډالر ورکړل شوي او له دې ډلې ۲.۴۳ میلیارده ډالره بودجه ورکړل شوې ده.
https://avapress.com/vdcceeqix2bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته