کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فواید عامې وزارت: د بار وړونکو موټرو چلوونکي دې د اضافي بار له وړلو ډډه وکړي

26 سنبله 1402 ساعت 9:04

د فواید عامې وزارت د شنبې په ورځ (سنبلی ۲۵) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټرانسپورټي شرکتونو او د درنو بار وړونکو بار وړونکو موټرو له چلوونکو غوښتي چې د اضافي بار له لېږدولو ډډه وکړي او د وزارت له خوا د ټاکل شویو معیارونو له مخې وزن انتقال کړي.


آوا - کابل: د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې که موټر چلوونکي له ټاکلي معیار څخه زیات مال بار کړي، د یوې میاشتې لپاره به یې موټرونه ودرول شي او د سړک د زیان د جبران په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
 
دغه وزارت په دې اعلاميه کې د هغو موټرو له خاوندانو څخه چې دوه ګوني کارونه (فزيکي بدلونونه) يې کړي دي، غوښتي دي چې د ټاکل شوې نېټې سره سم خپل موټرونه د توليدي شرکت اصلي حالت ته بدل کړي.


د مطلب کود: 276703

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276703/د-فواید-عامې-وزارت-بار-وړونکو-موټرو-چلوونکي-دې-اضافي-له-وړلو-ډډه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com