دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 276703
د فواید عامې وزارت: د بار وړونکو موټرو چلوونکي دې د اضافي بار له وړلو ډډه وکړي
د فواید عامې وزارت د شنبې په ورځ (سنبلی ۲۵) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټرانسپورټي شرکتونو او د درنو بار وړونکو بار وړونکو موټرو له چلوونکو غوښتي چې د اضافي بار له لېږدولو ډډه وکړي او د وزارت له خوا د ټاکل شویو معیارونو له مخې وزن انتقال کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې که موټر چلوونکي له ټاکلي معیار څخه زیات مال بار کړي، د یوې میاشتې لپاره به یې موټرونه ودرول شي او د سړک د زیان د جبران په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
 
دغه وزارت په دې اعلاميه کې د هغو موټرو له خاوندانو څخه چې دوه ګوني کارونه (فزيکي بدلونونه) يې کړي دي، غوښتي دي چې د ټاکل شوې نېټې سره سم خپل موټرونه د توليدي شرکت اصلي حالت ته بدل کړي.
https://avapress.com/vdcawinue49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته