کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دي

27 سنبله 1402 ساعت 10:27

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وویل چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دي.


آوا - کابل: په تېر حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وشوې.
 
عبدالله عبدالله ویلي، چې له پوټزل سره یې په لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو د زیاتوالي او دوام غوښتونکی شو.
 
له بلې خوا مارکس پوتزل په دې غونډه کې ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دي.
 
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو اړوند ډیری مرستندویه سازمانونه د خپلو مرستو رسولو په بهیر کې د بودیجې کمښت راپور ورکوي.
 


د مطلب کود: 276790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276790/ملګري-ملتونه-د-افغانستان-له-خلکو-سره-مرستو-ته-ژمن-دي

آوا
  https://www.avapress.com