دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 276790
ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وویل چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په تېر حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وشوې.
 
عبدالله عبدالله ویلي، چې له پوټزل سره یې په لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو د زیاتوالي او دوام غوښتونکی شو.
 
له بلې خوا مارکس پوتزل په دې غونډه کې ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دي.
 
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو اړوند ډیری مرستندویه سازمانونه د خپلو مرستو رسولو په بهیر کې د بودیجې کمښت راپور ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcgy39xzak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته