کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - جلال آباد لویه لار په موقتي ډول پرانستل شوه

28 سنبله 1402 ساعت 9:21

د کابل - جلال آباد لویه لاره چې له تېرې ورځې راهیسې د غره د ښویېدو له امله تړل شوې وه، د ملي دفاع او فواید عامې وزارت د ۳۱۳ قول اردو د دوهمې لوا د انجنیرۍ ټیمونو له خوا په موقتي توګه بېرته پرانیستل شوه.


آوا - کابل: د دفاع وزارت پرون (دوشنبه، سنبلي ۲۷) په خپله ایکس ټولنیزه شبکه پاڼه کې لیکلی، چې د کابل - جلال آباد لویه لار چې تېره ورځ د غره د ښویېدو له امله تړل شوې وه، د ملي دفاع او فواید عامې وزارت د ۳۱۳ قول اردو د دوهمې لوا د انجینري ټیمونو له خوا د مسافرو لپاره موقتي سړک جوړ او دغه لویه لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
 
د ملي دفاع وزارت ویاند زیاته کړه چې د لویې لارې چارې د بشپړه توګه پرانستلو لپاره به ډیر ژر پیل شي.
 


د مطلب کود: 276838

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276838/د-کابل-جلال-آباد-لویه-لار-په-موقتي-ډول-پرانستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com