دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 276838
د کابل - جلال آباد لویه لار په موقتي ډول پرانستل شوه
د کابل - جلال آباد لویه لاره چې له تېرې ورځې راهیسې د غره د ښویېدو له امله تړل شوې وه، د ملي دفاع او فواید عامې وزارت د ۳۱۳ قول اردو د دوهمې لوا د انجنیرۍ ټیمونو له خوا په موقتي توګه بېرته پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دفاع وزارت پرون (دوشنبه، سنبلي ۲۷) په خپله ایکس ټولنیزه شبکه پاڼه کې لیکلی، چې د کابل - جلال آباد لویه لار چې تېره ورځ د غره د ښویېدو له امله تړل شوې وه، د ملي دفاع او فواید عامې وزارت د ۳۱۳ قول اردو د دوهمې لوا د انجینري ټیمونو له خوا د مسافرو لپاره موقتي سړک جوړ او دغه لویه لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
 
د ملي دفاع وزارت ویاند زیاته کړه چې د لویې لارې چارې د بشپړه توګه پرانستلو لپاره به ډیر ژر پیل شي.
 
https://avapress.com/vdcjtme8ouqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته