دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 276259
د کابل پولیسو ۱۵۰۰۰ "K" ټابلیټونه نیولي دي
د کابل امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، چې د دې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست ۱۵ زره ګولۍ (K) چې له جرمني څخه افغانستان ته د پوستې له لارې قاچاق کېدل کشف او ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دغې قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت له جرمني څخه ۱۵ زره ګولۍ (K) د پوستې له لارې افغانستان ته استولي دي.
 
د امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست د دې قضيې په تړاو يو تن نيولى او تر پلټنو لاندې دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل امنيې قوماندانۍ په کابل ښار کې د شرابو د پلور په تور د څو تنو د نيولو خبر ورکړ.
 
https://avapress.com/vdcgn39xyak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته