کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ تشخیص او درملنه نه کېږي

28 سنبله 1402 ساعت 15:57

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ تشخیص او درملنه نشته او د دې ناروغۍ لپاره درمل او مصرفي توکي باید په منظم ډول د عامې روغتیا مرکزونو ته ورسول شي.


آوا - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان نن (سه شنبه، سنبله ۲۸) یو راپور خپور کړی او لیکلي یې دي، چې که دغه تشه ډکه نه شي، په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ د پراخې ناروغۍ د رامنځ ته کیدو خطر شته.
 
دغه بنسټ ویلي دي چې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د شته تشو په ځواب کې یې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له ۲۵ روغتونونو سره خپلې مرستې زیاتې کړي دي.
 
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د روان کال د سپټمبر له پيل راهيسې به په راتلونکو درېيو مياشتو کې له څلور سوه زرو زياتو ناروغانو ته د ثانوي روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اړين درمل او روغتيايي وسايل برابر کړي.


د مطلب کود: 276883

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276883/د-روغتیا-نړیوال-سازمان-په-افغانستان-کې-ملاریا-ناروغۍ-تشخیص-او-درملنه-نه-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com