دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 276883
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ تشخیص او درملنه نه کېږي
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ تشخیص او درملنه نشته او د دې ناروغۍ لپاره درمل او مصرفي توکي باید په منظم ډول د عامې روغتیا مرکزونو ته ورسول شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان نن (سه شنبه، سنبله ۲۸) یو راپور خپور کړی او لیکلي یې دي، چې که دغه تشه ډکه نه شي، په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ د پراخې ناروغۍ د رامنځ ته کیدو خطر شته.
 
دغه بنسټ ویلي دي چې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د شته تشو په ځواب کې یې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له ۲۵ روغتونونو سره خپلې مرستې زیاتې کړي دي.
 
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د روان کال د سپټمبر له پيل راهيسې به په راتلونکو درېيو مياشتو کې له څلور سوه زرو زياتو ناروغانو ته د ثانوي روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اړين درمل او روغتيايي وسايل برابر کړي.
https://avapress.com/vdcjome8tuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته