کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چین نوي سفیر د یوناما له مشر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

28 سنبله 1402 ساعت 16:01

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه روانه ده، په کابل کې د چین نوي سفیر د یوناما له مشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره د افغانستان د وضعیت په اړه د نظر تبادله کړې ده.


آوا - کابل: په کابل کې د چین نوي سفیر د یوناما له مشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره د افغانستان د وضعیت په اړه د نظر تبادله کړې ده.
 
د چین سفارت په یوه بیان کې ویلي چې دواړو خواوو د افغانستان پر روان وضعیت او د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د همکاریو د پیاوړتیا په اړه د نظر تبادله وکړه.
 
د یادولو وړ ده چې د چین نوي سفیر کابل ته له رسیدو وروسته د اسلامي امارت له یو شمیر چارواکو سره هم لیدلي دي.


د مطلب کود: 276884

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276884/د-چین-نوي-سفیر-یوناما-له-مشر-سره-افغانستان-پر-وضعیت-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com