دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 276884
د چین نوي سفیر د یوناما له مشر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه روانه ده، په کابل کې د چین نوي سفیر د یوناما له مشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره د افغانستان د وضعیت په اړه د نظر تبادله کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د چین نوي سفیر د یوناما له مشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره د افغانستان د وضعیت په اړه د نظر تبادله کړې ده.
 
د چین سفارت په یوه بیان کې ویلي چې دواړو خواوو د افغانستان پر روان وضعیت او د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د همکاریو د پیاوړتیا په اړه د نظر تبادله وکړه.
 
د یادولو وړ ده چې د چین نوي سفیر کابل ته له رسیدو وروسته د اسلامي امارت له یو شمیر چارواکو سره هم لیدلي دي.
https://avapress.com/vdcaainuy49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته