کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش اعلان وکړ

29 سنبله 1402 ساعت 10:51

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چارواکو کډوالو ته د پاسپورټونو د ویش د بهیر د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال کولای شي چې د سفارت له فیسبوک او ویب پاڼې څخه د پاسپورت د ثبت لپاره آنلاین لینک ترلاسه کړي.


آوا: په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي چې په دغه سفارت کې د پاسپورټونو د ویش بهیر پیل شوی، افغان کډوال کولای شي چې د پاسپورت د ثبت لپاره د انلاین لینک له لارې له سفارت څخه د پاسپورټ د ثبتولو لړۍ ترلاسه کړي.
 
په اسلام آباد کې د اسلامي امارت د سفارت مشر سردار احمد شکېب وايي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال کولای شي چې د سفارت په وېبپاڼه کې د خپلو پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره آنلاین ثبت نام وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په تهران کې د افغانستان سفارت په دغه سفارت کې د پاسپورټونو د وېش اعلان وکړ.
 


د مطلب کود: 276923

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276923/په-اسلام-آباد-کې-د-افغانستان-سفارت-کډوالو-ته-پاسپورټونو-وېش-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com