دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 276923
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش اعلان وکړ
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چارواکو کډوالو ته د پاسپورټونو د ویش د بهیر د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال کولای شي چې د سفارت له فیسبوک او ویب پاڼې څخه د پاسپورت د ثبت لپاره آنلاین لینک ترلاسه کړي.
افغان غږ خبری آژانس: په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي چې په دغه سفارت کې د پاسپورټونو د ویش بهیر پیل شوی، افغان کډوال کولای شي چې د پاسپورت د ثبت لپاره د انلاین لینک له لارې له سفارت څخه د پاسپورټ د ثبتولو لړۍ ترلاسه کړي.
 
په اسلام آباد کې د اسلامي امارت د سفارت مشر سردار احمد شکېب وايي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال کولای شي چې د سفارت په وېبپاڼه کې د خپلو پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره آنلاین ثبت نام وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په تهران کې د افغانستان سفارت په دغه سفارت کې د پاسپورټونو د وېش اعلان وکړ.
 
https://avapress.com/vdcewp8wxjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته