کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته وکړه

30 سنبله 1402 ساعت 10:45

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر وايي، چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه يې د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک او په هېواد کې موجودو نړيوالو غيردولتي موسسو ته ١٤٠ ميليونه يورو ځانګړې کړې، څو په مستحقو کسانو ووېشل شي.


آوا - کابل: د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې په افغانستان کې د پوهنې، روغتیا، کرنې او د ښځو د اقتصادی پیاوړتیا په برخو کې ۱۴۰ میلیونه یورو د لومړنیو او خوراکی توکو مرسته کوی.
 
د خبرپاڼې له مخې، د هغو مرستو د خوشې کولو پرېکړه چې مخکې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې د اسلامي امارت د پرېکړې په غبرګون کې بنده شوې وه، چې په نادولتي موسسو کې د ښځو له کار کولو منعه شوې وه، له شپږو میاشتو څارنې او ارزونې وروسته به صادره شي.
 
اروپايي ټولنې زياته کړه، چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک او په افغانستان کې د شته نړيوالو غيردولتي موسسو له لارې پر مستحقو کسانو ووېشل شي.
 
دا مرستې په داسې حال کې ورکول کېږي چې د خوړو نړیوال سازمان د افغان وګړو د ژوندانه د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې جګړې، خراب اقتصادي وضعیت او د اقلیم بدلون د دغه هېواد د وګړو پر ژوند ناوړه اغېز کړی او ۱۵ میلیونه افغانان یې اړ کړي دي.


د مطلب کود: 276980

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276980/اروپايي-ټولنې-د-افغانستان-له-خلکو-سره-مرستې-لپاره-۱۴۰-میلیونه-یورو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com