کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست ولایت کې پر ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

30 سنبله 1402 ساعت 14:18

د خوست ولایت د بیارغونې او پراختیا او کلیو چارو ریاست وايي، چې د خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ یې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې پر ۱۲۱۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پنجشنبې په ورځ (سنبلې ٣٠) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې له دې شمېر کورنیو سره مرسته شوې ده.
 
دغه وزارت وايي، د خوراک نړيوال سازمان (WFP) په مالي مرسته او د ګالو موسسې په تخنيکي همکارۍ په خوست کې پر اړمنو کسانو شپږ خوراکي توکي وويشل شول.
 
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ۴۶۹ او د ځاځي میدان ولسوالۍ پر ۷۴۱ کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په پکتيکا، زابل او لغمان ولايتونو کې پر زرګونو اړمنو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وويشل شول.


د مطلب کود: 277002

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277002/په-خوست-ولایت-کې-پر-۱۲۰۰-اړمنو-کورنیو-خوراکي-توکي-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com