دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 277002
په خوست ولایت کې پر ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
د خوست ولایت د بیارغونې او پراختیا او کلیو چارو ریاست وايي، چې د خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ یې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې پر ۱۲۱۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پنجشنبې په ورځ (سنبلې ٣٠) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې له دې شمېر کورنیو سره مرسته شوې ده.
 
دغه وزارت وايي، د خوراک نړيوال سازمان (WFP) په مالي مرسته او د ګالو موسسې په تخنيکي همکارۍ په خوست کې پر اړمنو کسانو شپږ خوراکي توکي وويشل شول.
 
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ۴۶۹ او د ځاځي میدان ولسوالۍ پر ۷۴۱ کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په پکتيکا، زابل او لغمان ولايتونو کې پر زرګونو اړمنو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وويشل شول.
https://avapress.com/vdcdz50xxyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته