کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - جلال آباد د لويې لارې پراخوالى

1 میزان 1402 ساعت 15:20

د ملي دفاع وزارت وايي، د کابل - جلال آباد پر لویه لار د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه یې د دغه سړک د پراخوالي کار پیل کړی دی.


آوا - کابل: د دفاع وزارت د ایکس پاڼه کې لیکلي چې پر دغه لویه لاره د موټرو دوه طرفه تګ راتګ د ګڼې ګوڼې لامل شوی او د دغه وزارت او د فواید عامې وزارت د انجینرۍ ټیمونه په کار بوخت دی ترڅو دغه سړک پراخ کړي.
 
د دغه وزارت په وینا، هغه سیمه چې پر عامه سړک دوه ځله د ډبرو د ښویېدو امکان و، هم لرې شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کابل - جلال آباد پر لويه لاره د غره د راپرېوتلو له امله دغه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
 


د مطلب کود: 277072

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277072/د-کابل-جلال-آباد-لويې-لارې-پراخوالى

آوا
  https://www.avapress.com