دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 277072
د کابل - جلال آباد د لويې لارې پراخوالى
د ملي دفاع وزارت وايي، د کابل - جلال آباد پر لویه لار د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه یې د دغه سړک د پراخوالي کار پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دفاع وزارت د ایکس پاڼه کې لیکلي چې پر دغه لویه لاره د موټرو دوه طرفه تګ راتګ د ګڼې ګوڼې لامل شوی او د دغه وزارت او د فواید عامې وزارت د انجینرۍ ټیمونه په کار بوخت دی ترڅو دغه سړک پراخ کړي.
 
د دغه وزارت په وینا، هغه سیمه چې پر عامه سړک دوه ځله د ډبرو د ښویېدو امکان و، هم لرې شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کابل - جلال آباد پر لويه لاره د غره د راپرېوتلو له امله دغه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
 
https://avapress.com/vdca00nuu49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته