کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین:

په تېرو شپږو مياشتو کې نږدې څلور زره کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي

2 میزان 1402 ساعت 12:26

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر وايي، چې د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې څلور زره کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.


آوا: د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالحق اخند ځینو رسنیو ته ویلی، چې د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې څلور زره کسان د نشه یی توکو د قاچاق په تور نیول شوی دی.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې موده کې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو څه باندې شپږ سوه لويې او وړې فابريکې له منځه وړل شوې دي.
 
هغه زياته کړه، چې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پر ضد ٣٦٦٩ عمليات شوي، چې په پايله کې يې ٣٨٤٧ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
 
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې څه باندې درې زره ټنه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي. په ترلاسه شویو موادو کې تریاک، شیشه، هیروین او چرس شامل دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا تاسیس سره په بې ساري ډول د نشه یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.


د مطلب کود: 277111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277111/په-تېرو-شپږو-مياشتو-کې-نږدې-څلور-زره-کسان-د-نشه-يي-توکو-قاچاق-تور-نيول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com