دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 277111
په تېرو شپږو مياشتو کې نږدې څلور زره کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر وايي، چې د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې څلور زره کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالحق اخند ځینو رسنیو ته ویلی، چې د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې څلور زره کسان د نشه یی توکو د قاچاق په تور نیول شوی دی.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې موده کې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو څه باندې شپږ سوه لويې او وړې فابريکې له منځه وړل شوې دي.
 
هغه زياته کړه، چې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پر ضد ٣٦٦٩ عمليات شوي، چې په پايله کې يې ٣٨٤٧ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
 
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې څه باندې درې زره ټنه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي. په ترلاسه شویو موادو کې تریاک، شیشه، هیروین او چرس شامل دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا تاسیس سره په بې ساري ډول د نشه یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
https://avapress.com/vdcezf8wzjh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته