کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى له ٣٨ کيلوګرامه چرسو سره ونيول شو

3 میزان 1402 ساعت 12:02

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د کابل - جلال آباد له لويې لارې يې د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى له ٣٨ کيلوګرامه چرس او يو شمېر "کا" ټابليټونو سره نيولى دى.


آوا - کابل: د هېواد د ملي دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د میزان ۳ مه په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت ځواکونو د بند ناګلو په لاره کې یو تن قاچاق وړونکی نیولی دی.
 
د معلوماتو له مخې، د ملي اردو د ٣١٣ قول اردو د درېيمې لوا منسوبينو د ننګرهار ولايت د ناګلو ولسوالۍ ترمنځ په لاره کې يو تن قاچاق وړونکي له ٣٨ کيلوګرامه چرسو او ٣٦ کڅوړو "کا" ګولۍ سره نيولي دي.
 
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، ياد شوي کس نيت درلود چې دغه نشه يي توکي د يوه فرونر ډوله موټر په مرسته بلخ ولايت ته انتقال کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ملي اردو ځواکونو د غلو هغه درې کسیزه ډله نیولې وه، چې غوښتل یې له یوه سوداګر څخه پیسې غلا کړي.
 


د مطلب کود: 277175

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277175/د-نشه-يي-توکو-يو-قاچاق-وړونکى-له-٣٨-کيلوګرامه-چرسو-سره-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com