دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 277175
د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى له ٣٨ کيلوګرامه چرسو سره ونيول شو
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د کابل - جلال آباد له لويې لارې يې د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى له ٣٨ کيلوګرامه چرس او يو شمېر "کا" ټابليټونو سره نيولى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د ملي دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د میزان ۳ مه په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت ځواکونو د بند ناګلو په لاره کې یو تن قاچاق وړونکی نیولی دی.
 
د معلوماتو له مخې، د ملي اردو د ٣١٣ قول اردو د درېيمې لوا منسوبينو د ننګرهار ولايت د ناګلو ولسوالۍ ترمنځ په لاره کې يو تن قاچاق وړونکي له ٣٨ کيلوګرامه چرسو او ٣٦ کڅوړو "کا" ګولۍ سره نيولي دي.
 
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، ياد شوي کس نيت درلود چې دغه نشه يي توکي د يوه فرونر ډوله موټر په مرسته بلخ ولايت ته انتقال کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ملي اردو ځواکونو د غلو هغه درې کسیزه ډله نیولې وه، چې غوښتل یې له یوه سوداګر څخه پیسې غلا کړي.
 
https://avapress.com/vdceff8wnjh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته