کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست:

د پاکستان حکومت باید له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ودروي

3 میزان 1402 ساعت 13:51

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې په دغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند مخه ونیسي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره په لیدنه کې د پاکستان د حکومت له لوري له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د بندیدو غوښتنه وکړه.
 
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست او د پاکستان ځانګړي استازي د دوه اړخيزو اړيکو، سوداګريزو ستونزو او په تورخم او سپين بولدک کې د افغانانو پر ستونزو خبرې وکړې.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست هم ټينګار وکړ چې له کډوالو په تيره بيا له ښځو او ماشومانو سره د ناوړه چلند او بندي کولو مخه ونيول شي ځکه چې دغه شان ناوړه چلند د دواړو هيوادونو په اړيکو منفي اغيز لرلى شي .
 
خيرخواه زياته کړه: پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي هيوادونه ديني، مذهبي او کلتوري مشترکات لري او د يو هيواد ناامني په بل هيواد هم اغيزه کوي.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي.
 
هغه دې ته اشاره وکړه چې ټولې ستونزې باید د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي، سیاسي مسایل باید د ټرانزیټ همکارۍ خنډ نشي او د مسافرینو د تګ راتګ لپاره باید اسانتیاوې رامنځته شي.
 
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي وويل: هغه ستونزې چې په دې وروستيو کې په سرحدي سيمو کې رامنځته شوې په جدي توګه وڅيړل شي څو په راتلونکي کې د دغه شان پيښو د تکرار مخه ونيول شي.
 
نوموړي دا هم وویل، چې پاکستان له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او ډېر ژر به افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې بهیر پیل کړي.
 


د مطلب کود: 277180

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277180/د-پاکستان-حکومت-باید-له-افغان-کډوالو-سره-ناوړه-چلند-ودروي

آوا
  https://www.avapress.com