کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۶۰ تنه سربازان فارغ شول

3 میزان 1402 ساعت 16:02

د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۶۰ پولیس تر مسلکي او دیني زده کړو وروسته فارغ شوي دي.


آوا - کابل: د دغه روزنیز مرکز قوماندان مولوی سمیع الله خالد وایی، دغه عسکر د پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو څخه وو، چې د وسلو د تخنیک، پوستو، جنایی جرمونو او عملیاتو په برخه کې روزل شوی وو. .
 
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: دغو سرتېرو د دوو مياشتو لپاره مسلکي او نظامي زده کړې ترلاسه کړې او له هغې وروسته به په اړوندو ولايتونو کې خپلې دندې ترسره کړي.
 
د پکتیا ولایت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، په دې مراسمو کې فارغو شویو سرتېرو د دښمن پر وړاندې د روزنې، چټک غبرګون او مخنیوي اړوند تخنیکي او نظامي تمرینونه هم ترسره کړل.
 
د يادونې وړ ده، چې د ١٤٠٢ کال له پيله تر اوسه له دې مرکز څخه ٢٥٢٥ سرتېري په شپږو کورسونو کې فارغ شوي دي.
 


د مطلب کود: 277185

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277185/په-پکتیا-کې-د-پولیسو-له-روزنیز-مرکز-څخه-۴۶۰-تنه-سربازان-فارغ-شول

آوا
  https://www.avapress.com