دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 277185
په پکتیا کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۶۰ تنه سربازان فارغ شول
د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۶۰ پولیس تر مسلکي او دیني زده کړو وروسته فارغ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه روزنیز مرکز قوماندان مولوی سمیع الله خالد وایی، دغه عسکر د پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو څخه وو، چې د وسلو د تخنیک، پوستو، جنایی جرمونو او عملیاتو په برخه کې روزل شوی وو. .
 
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: دغو سرتېرو د دوو مياشتو لپاره مسلکي او نظامي زده کړې ترلاسه کړې او له هغې وروسته به په اړوندو ولايتونو کې خپلې دندې ترسره کړي.
 
د پکتیا ولایت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، په دې مراسمو کې فارغو شویو سرتېرو د دښمن پر وړاندې د روزنې، چټک غبرګون او مخنیوي اړوند تخنیکي او نظامي تمرینونه هم ترسره کړل.
 
د يادونې وړ ده، چې د ١٤٠٢ کال له پيله تر اوسه له دې مرکز څخه ٢٥٢٥ سرتېري په شپږو کورسونو کې فارغ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfced0tw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته