کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په الاقصی جومات د صهیونیسټانو د یرغل دوام

4 میزان 1402 ساعت 10:58

صهیونیسټي میشتو پوځیانو د اسرائیلي پوځیانو په ملاتړ څو څو ځله په الاقصی جومات حملې کړي دي.


آوا: نن دوشنبه (میزان ۳) په سلګونو صهیونیسټانو د صهیونیسټی پوځیانو تر څارنې لاندې په الاقصی جومات حمله وکړه چې په دغه ځای کې د تلمیذی مراسم ترسره کړی.
 
په دې وروستیو ورځو کښې صهیونیسټانو هره ورځ په الاقصی جومات حملې کولې او د فلسطین د مسلمانانو په لومړی قبله کښې یې د لمونځ کولو مخه ونیوله.
 
د الاقصی جومات خطیب شیخ "عکرمه صبری" په مسجدالاقصی کښې د صهیونیسټانو او یرغلګرو کړنې وغندلې.
 
د الاقصی جومات خطیب ټینګار وکړ: په الاقصی جومات کښې د صهیونیسټ رژیم پوځی اقدام د منلو وړ نه دی او هدف یې د الاقصی جومات او بیت المقدس کنټرول دی.
 


د مطلب کود: 277221

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277221/په-الاقصی-جومات-د-صهیونیسټانو-یرغل-دوام

آوا
  https://www.avapress.com