دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 277221
په الاقصی جومات د صهیونیسټانو د یرغل دوام
صهیونیسټي میشتو پوځیانو د اسرائیلي پوځیانو په ملاتړ څو څو ځله په الاقصی جومات حملې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: نن دوشنبه (میزان ۳) په سلګونو صهیونیسټانو د صهیونیسټی پوځیانو تر څارنې لاندې په الاقصی جومات حمله وکړه چې په دغه ځای کې د تلمیذی مراسم ترسره کړی.
 
په دې وروستیو ورځو کښې صهیونیسټانو هره ورځ په الاقصی جومات حملې کولې او د فلسطین د مسلمانانو په لومړی قبله کښې یې د لمونځ کولو مخه ونیوله.
 
د الاقصی جومات خطیب شیخ "عکرمه صبری" په مسجدالاقصی کښې د صهیونیسټانو او یرغلګرو کړنې وغندلې.
 
د الاقصی جومات خطیب ټینګار وکړ: په الاقصی جومات کښې د صهیونیسټ رژیم پوځی اقدام د منلو وړ نه دی او هدف یې د الاقصی جومات او بیت المقدس کنټرول دی.
 
https://avapress.com/vdcgxu9xqak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته