کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلومبرګ:

له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالي د افغانیو د بیې له ثبات سره مرسته کړې ده

5 میزان 1402 ساعت 12:16

بلومبرګ په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له خوا د میلیاردونو ډالرو بشري مرستو راتګ او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالي د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیې د ثبات په ساتلو کې مرسته کړې ده.


آوا: بلومبرګ امریکايي رسنۍ په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو له لارې د ملیاردونو ډالرو راتګ او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالي د افغانیو د بیې د ثبات په ساتلو کې مرسته کړې ده. د بهرنیو اسعارو په وړاندې، په ځانګړې توګه ډالر.
 
دغې امریکايي رسنۍ لیکلي چې د اسلامي امارت لخوا په راکړه ورکړه کې د پاکستانۍ کلدارو او ډالرو په کارولو بندیز لګول د افغانیو د ارزښت د ساتلو بل لامل دی.
 
دا مهال د افغانستان په بازارونو کې یو ډالر په ۷۸،۲۰ افغانیو تبادله کېږي.
 
د هېواد اوسېدونکي وايي، د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره سره په افغانستان کې د مصرفي توکو بیې لا هم لوړې دي.
 


د مطلب کود: 277290

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277290/له-ګاونډیو-هېوادونو-سره-د-سوداګرۍ-زیاتوالي-افغانیو-بیې-ثبات-مرسته-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com