دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 277290
له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالي د افغانیو د بیې له ثبات سره مرسته کړې ده
بلومبرګ په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له خوا د میلیاردونو ډالرو بشري مرستو راتګ او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالي د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیې د ثبات په ساتلو کې مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: بلومبرګ امریکايي رسنۍ په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو له لارې د ملیاردونو ډالرو راتګ او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالي د افغانیو د بیې د ثبات په ساتلو کې مرسته کړې ده. د بهرنیو اسعارو په وړاندې، په ځانګړې توګه ډالر.
 
دغې امریکايي رسنۍ لیکلي چې د اسلامي امارت لخوا په راکړه ورکړه کې د پاکستانۍ کلدارو او ډالرو په کارولو بندیز لګول د افغانیو د ارزښت د ساتلو بل لامل دی.
 
دا مهال د افغانستان په بازارونو کې یو ډالر په ۷۸،۲۰ افغانیو تبادله کېږي.
 
د هېواد اوسېدونکي وايي، د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره سره په افغانستان کې د مصرفي توکو بیې لا هم لوړې دي.
 
https://avapress.com/vdccomqix2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته