کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شاوخوا ۱۵.۸ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

6 میزان 1402 ساعت 10:05

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۱۵،۸ میلیونه یې ماشومان دي.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست میاشتې پورې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۸۷ زره ماشومان په شدید اسهال اخته دي.
 
دغه سازمان زیاته کړې، چې د ګرځنده او ثابتو روغتیايي اسانتیاوو له لارې یې له ۶۰ زرو څخه د زیاتو سختې خوارځواکۍ ماشومانو درملنه کړې ده.
 
یونیسف ویلي چې لږ تر لږه ۸۷۵۰۰۰ ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي د شدیدې خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا لري.
 
د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې سږ کال یې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې څه باندې ۶۸۲ زره ماشومانو ته چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یادونه کړې چې د روان کال تر اګست میاشتې پورې د هغو مرستو ۵۲ سلنه لګول شوې چې دوی یې غوښتنه کړې وه.
 


د مطلب کود: 277339

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277339/شاوخوا-۱۵-۸-میلیونه-افغان-ماشومان-بشري-مرستو-ته-اړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com