دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 277339
شاوخوا ۱۵.۸ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۱۵،۸ میلیونه یې ماشومان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست میاشتې پورې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۸۷ زره ماشومان په شدید اسهال اخته دي.
 
دغه سازمان زیاته کړې، چې د ګرځنده او ثابتو روغتیايي اسانتیاوو له لارې یې له ۶۰ زرو څخه د زیاتو سختې خوارځواکۍ ماشومانو درملنه کړې ده.
 
یونیسف ویلي چې لږ تر لږه ۸۷۵۰۰۰ ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي د شدیدې خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا لري.
 
د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې سږ کال یې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې څه باندې ۶۸۲ زره ماشومانو ته چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یادونه کړې چې د روان کال تر اګست میاشتې پورې د هغو مرستو ۵۲ سلنه لګول شوې چې دوی یې غوښتنه کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcgwu9xyak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته