کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار د سپین بولدک لویه لار د یوې ورځې لپاره تړل شوې ده

6 میزان 1402 ساعت 10:31

د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د سپین بولدک لویه لار د اسلامي امارت په همغږۍ نن سهار شاوخوا ۷ بجې د یوې ورځې لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.


آوا - کابل: د سپین بولدک کمیسار مولوي احمد طلوع نیوز ته وویل چې دغه لار د اسلامي امارت په همغږۍ د پاکستان له لوري د یوې ورځې لپاره تړل شوې ده.
 
د ښاغلي احمد په خبره، یوازې ناروغان او ټرانزیټ موټر تګ راتګ کولای شي.
 
تر دې وړاندې د تورخم لاره د ۹ ورځو او شپې لپاره تړل شوې وه، چې سوداګرو ته یې ستر مالي زیانونه اړولي وو.
 


د مطلب کود: 277347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277347/د-کندهار-سپین-بولدک-لویه-لار-یوې-ورځې-لپاره-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com