دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 277347
د کندهار د سپین بولدک لویه لار د یوې ورځې لپاره تړل شوې ده
د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د سپین بولدک لویه لار د اسلامي امارت په همغږۍ نن سهار شاوخوا ۷ بجې د یوې ورځې لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سپین بولدک کمیسار مولوي احمد طلوع نیوز ته وویل چې دغه لار د اسلامي امارت په همغږۍ د پاکستان له لوري د یوې ورځې لپاره تړل شوې ده.
 
د ښاغلي احمد په خبره، یوازې ناروغان او ټرانزیټ موټر تګ راتګ کولای شي.
 
تر دې وړاندې د تورخم لاره د ۹ ورځو او شپې لپاره تړل شوې وه، چې سوداګرو ته یې ستر مالي زیانونه اړولي وو.
 
https://avapress.com/vdcfjed0ew6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته